برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل هم د مسکو غونډه کې له ګډونه انکا کړی.

آریانانیوز: د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.


د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي رسنيو ته ويلي، چې د افغانستان په اړه بايد ټولې غونډې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي او له همدې امله دوی د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي، په داسې حال کې، چې د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت استازو د مسکو په تېرو غونډو کې ګډون کړی و.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د امریکا سفير جان بس د مسکو غونډې په اړه ويلي و، چې له دغې غونډې د سولې هيله نه لري او ګډون په کې نه کوي.
وړمه ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لافروف ويلي و، چې طالبان د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د مسکو په غونډه کې د امریکا په نه ګډون خواشيني دي، خو څه حیرانتيا نه لري؛ ځکه چې امریکا په تېرو غونډو کې هم ګډون نه و کړی.
مسکو کې تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه درې غونډې شوي، چې مهم غړي يې روسيه، چين، پاکستان او ایران و.
روسان وايي، چې امریکا د افغانستان بحران لپاره د حل لاره نه شي موندلی او تور يې پورې کړی، چې واشنګټن يوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي، چې د امریکا ګټې په کې خوندي وي او له همدې امله یې هوډ کړی، چې د سيمه ‌ييزو هېوادونو په ملتيا د افغانستان بحران د حل لپاره هلې ځلې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي