برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په مزارشريف کې د نوروزد مراسمو په اړه امنيتي تدابير

آریانانیوز: په بلخ کې سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې د راتلونکي نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسمو لپاره يې په دغه ولایت کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.


دوی زياتوي چې مزارشريف ښار ته په ورتلونکو ټولو لارو يې څار زيات کړی او همدا راز له هر ډول ممکنه امنيتي پېښو سره د مقابلې په موخه يې په کافي اندازه ريزرف ځواکونه هم ځاي پر ځای کړي دي.
نوروز جشن هر کال د وري يا حمل مياشتې په لومړۍ نېټه په مزارشريف کې حضرت علي (رض) ته د منسوبې جنډې په پورته کولو پيلېږي چې د بهرنيو او کورنيو مېلمنو په ګډون د حکومت لوړ رتبه چارواکي هم په کې برخه اخلي.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو اونيو راهيسې د بلخ امنيتي ځواکونه د نوروز جشن پر امنيتي تيارو بوخت دي.
نوموړي پر ټولو داخلي او بهرنيو مېلمنو غږ وکړ چې پرته له کومې وېرې د نوروز جشن په خاطر مزارشريف ته سفر وکړي.
د هغه په خبره، ملي اردو، ملي امنيت او ملي پوليسو په بشپړې همغږۍ د نوي کال او جنډې پورته کولو مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
د بلخ امنيه قوماندان وويل: ((له څو ورځو را په دېخوا موږ د مزارشريف ښار او د حضرت علي (رض) روضې ته ورڅېرمه لوړې ودانۍ او نږدې سيمې تر شديد امنيتي څار لاندې نيولي دي.))
سامع زياتوي چې د امنيتي قواوو ټولو کشفي ارګانونه په پوره همغږۍ کار کوي؛ څو د هر ډول تهديداتو مخه پر خپل وخت ونيسي.
د هغه په وينا، په ښار کې اضافي چک پاينټونه او ريزرف امنيتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي چې تر وروستي حده به هڅه وکړي، څو د نوروز جشن مراسمو امنيت خوندي کړي.
سامع وايي، هر هغه څوک چې د نوروز مراسمو کې مزارشريف ښار ته دننه کېږي، نو بايد خپلې وسلې په امنيتي کمربندونو کې پوليسو ته وسپاري او په خبره يې کله چې بېرته له ښاره وځي، وسلې دې له هماغه ځانګړي ځای څخه بېرته ترلاسه کړي.
امنيه قوماندان زياته کړه چې تر دې مهاله د دوی د کشفي راپورونو له مخې د نوروز جشن مراسمو پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته او ټول هيواد پرته له کومې وېرې په دغو مراسمو کې ګډون کولای شي.
په ورته وخت کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال ادم خان متين پژواک ته وويل چې د ملي اردو ځواکونه د نوي کال مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي زياته کړه چې مزارشريف ته په ورتلونکو ټولو لويو او وړو لارو يې امنيتي څار او ګزمې زياتې کړي دي.
هغه ډاډ ورکړ چې د نوي کال مراسم به له کومې امنيتي پېښې پرته په سالمه او امن فضا کې ترسره شي.
د نوموړي په خبره د نوروز مراسمو د امنيت برخه کې به ملي اردو د ملي پوليسو او کشفي ارګانونو د ملاتړي رول ولوبوي او هغوی سره په ګډه او پوره همغږۍ به خپلې چارې ترسره کړي.
د مزارشريف اوسېدونکې تمنا حبيبي پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو تر څنګ عام خلک هم بايد د نوروز جشن امنيت برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.
هغې په خپلو خبرو کې وويل: (( امنيتي ځواکونه هغه وخت په ښه ډول امنيتي وضعيت کابو کولی شي چې د خلکو بشپړه همکاري ورسره وي.))
دې زياته کړه چې مزار ښاريانو په تېرو کلونو کې ښودلې چې د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ دي او د نوروز جشن د امنيت برخه کې له امنيتي ارګانونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
هغې له مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه چې د نوروز جشن د امنيتي وضعيت په موخه بايد په ښار کې د ګرځېدونکو مسلح افرادو مخه هم ونيسي چې په شخصي جامو کې له وسلو سره ګرځي.
حبيبي زياتوي چې په امنيتي فضا کې د نوروز جشن ترسره کول به د دې سبب شي چې د دغه جشن ميلمانه به له مزار ښار څخه ښه او سوله ييز تصوير ځان سره ويسي.
مدني فعال محمد کبير راسخ هم وايي چې دی هيله لري؛ څو د سږ کال نوروز هم د تېرو کلونو په څېر د امن او صميميت په فضا کې ترسره شي.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه بايد د تېرو کلونو په پرتله لا ډېر کوشش وکړي چې د دغو مراسمو امنيت ټينګ کړي.
د هغه په وينا، يو شمېر شرخوښې کړۍ د خلکو خوښي او خوشالي نه شي تحمل کولی او طبعاً هڅه به يې دا وي چې دغه مراسم ګډوډ کړي.
خو نوموړی ډاډ ورکوي چې د عامو خلکو او امنيتي ځواکونو د همغږۍ او همکارۍ په صورت کې به هېڅ څوک دغه موقع ترلاسه نه کړي چې ورانکاری فعاليت ترسره کړي.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه بايد هر ډول ممکنه حالت ته تياری ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي