برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

700 سوه امريکائي پادريان په ماشومانو په جنسي تېريو تورن شول

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې مېرمن ليسا مېډيګن وويل، د تحقيقاتو وړومبنۍ مرحلې ښودنه کوي چې کېتولېک کليسا په ځان د څارنې وس نه لري.


مېرمن مېډيګن په دغه بيانيه کښې په ماشومانو باندې د جنسي تيري له تورونو سره د اړوندو مواردو په مديريت کښې د کليسا په کارکردګۍ نيوکه وکړه.
د هغو تحقيقاتو وړومبنۍ نتيجې چې دغې څارنوالۍ د اګست له مياشتې شروع کړي وو ښودنه کوي لږ تر لږه شپږ سوه پينځه اتيا پادريان د ماشومانو په جنسي زورولو تورن شوي دي.
ايلينوي ايالت د دغې موضوع په باره کښې تحقيقات له دې وروسته شروع کړل چې د پېنسلوانيا ايالت سترې محکمې په اګست مياشت کښې په يو رپوټ کښې له دې پرده اوچته کړه چې په دغه ايالت کښې په تېرو اويا کلونو کښې له درې سوو نه زياتو کېتولېک پادريانو لږ تر لږه يو زر ماشومان په جنسي توګه زورولي دي او کېتولېک کليسا په دغو ټولو کلونو کښې د دغو جرائمو دوسيې پټې ساتلې دي.
وېټيکن په وروستيو کلونو کښې په پراخه توګه د پادريانو او خپلو نورو چارواکو د اخلاق فساد له ښکارندې سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ!