برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له لاسته راوړنو ډک او خوندور سفر؟

آریانانیوز: امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، افغانستان ته يې سفر له لاسته راوړنو ډک او خوندور و.
ټرمپ تېره ورځ د ناټو په سرمشريزه کې د ګډون لپاره لندن ته له روانېدو مخکې د واشنګټن په هوايي ډګر کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ټرمپ زياته کړه: «د افغانستان سفر مې ډېر خوښ شو، ډېر خلک مې وليدل، د ولسمشر اشرف غني په شمول نور چارواکي مې وليدل، افغانستان ته زما سفر ډېر ګټور و او اوس لندن ته روان يم او هلته به د ناټو په سرمشريزه کې د ډېرو هېوادونو له استازو او مشرانو سره وګورم.»
د امريکا ولسمشر ويلي، د ناټو په سرمشريزه کې د ګډون لپاره لندن ته ځي او هلته به د خپل هېواد استازيتوب وکړي.
ټاکل شوې، چې د ناټو په دې ناسته کې د افغانستان په موضوع هم خبرې وشي.
ډونلډ ټرمپ د تېرې پنجشنې په ورځ په نا اعلان شوي سفر د کابل په شمال کې د بګرام امريکايي پوځي اډې ته راغلی و، بګرام ته له رسېدو درې ساعته مخکې يې د ګډ حکومت مشر هم بګرام ته ورغوښتی و او هلته يې خپلو عسکرو ته د وينا پر مهال له طالبانو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو خبر هم ورکړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي