برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکمتیاره!

آریانانیوز: د حزب اسلامي او د سولې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، حکمتیار هغه ته د سنا د غړیتوب ژمنه ورکړې وه، خو ‏پر ځای يې خپل زوم معرفي کړ‎.


‎قاضي محمد امین وقاد چې له یو خصوصي تلویزون سره خبرې کولې وویل، د حزب اسلامي ګوند تاسیس ده کړی خو ‏حکمتیار ته يې فرصت ورکړ، هغه ځان پرې کلک کړ او څو لسیزې يې امتیازات واخیستل‎. ‎
وقاد چې پرلپسې يې تکراروله، پخپله د کور کرایه نه لري، خو حکمتیار د دفتر، تبلیغاتو، ساتونکو او نورو منډو ترړو لپاره ‏شواخوا ۶۰زره ډالر مصرفوي‎. ‎
هغه وویل: «حکمتیار صاحب له ما او د لوګر له استاد علي سره ژمنه کړې وه، چې تاسې سنا ته معرفي کوم، خو یو وترنر ‏يې معرفي کړ.»‎
وقاد وویل، تر تېرې روژې پورې په همدې هیله د حکمتیار په جلسو کې شریکېده، خو له هغه وروسته يې ورسره اړیکي ‏پرې شوې دي‎. ‎
قاضي محمد امین وقاد دا هم وویل چې د «جوانان مسلمان» له وخته يې حکمتیار په څنګ کې پاتې شوی، خو اوس دومره نه ‏شي کولی چې پر خپلو مصارفو یو زر ډالر نور اضافه کړي او د ده ګوزاره هم ورسره وشي‎. ‎
هغه ومنله چې د حکمتیار له جدي او ځانغښتونکي موقف له امله د حزب اکثریت کدرونه محروم دي‎. ‎
ښاغلي وقاد د ټولو ګېلو تر څنګ د حکمتیار او ناټو د جګړې په اړه څه ونه ویل، خو د هغه راتګ يې وستایه‎.‎
د ده په وینا حکمتیار اوس یو ادرس شوی دی، ښه موقف کې دی، خو ټول سیاسي، اقتصادي او نور فعالیتونه يې پر ‏ځان او خپلوانو را ټول کړي دي‎. ‎
وقاد د طالبانو په اړه هم وویل، چې که له حکومت سره یو ځای شي، نو په دولتي ادارو کې پراخ فساد او د مخدره توکو ‏تولید، کښت او قاچاق به له صفر سره ضرب شي. ‏
حکمتیار له خپله ادرسه تر اوسه د خپل دې ملګري د ګیلو او شکایتونو په اړه څه نه دي ویلي‎. ‎
ګلبدین حکمتیار له ګډ حکومت سره د توافق پر اساس کابل ته راغی او د کور په ګډون يې ټول لګښت همدا حکومت ‏ورکوي.‏

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي