برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

حکمتیار: د جمهوریت پر مهال وروستۍ پرېکړې د امریکا په سفارت کې کېدې

آریانانیوز: حبيب حکمتيار وايي، غني پر بهرنيو ځواکونو او د هغوی په پوځي، اقتصادي او سياسي مرستو متکي و.


د افغانستان د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب حکمتیار پر خپل ټویټر لیکلي که نن غني طالبان په نورو پورې تړلي ګڼي، باید خپل تېر ته هم وګوري، چې څومره پر بهرنیو ځواکونو او د هغوی په پوځي، اقتصادي او سیاسي مرستو متکي وو.

حکمتيار زياته کړه، چې اشرف غني د امريکا په مرسته ولسمشر شو او د واک اصلي سرچينه يې د امريکا سفارت و، چې وروستۍ پرېکړه يې کوله.

هغه وویل چې د افغانانو د قربانیو په نتیجه کې واشنګټن خوندي دی.

حکمتیار ویلي، چې امریکا ۲۰۰ زره افغانان ووژل او د برکت نوم یې ورته کېښود او همدا لامل دی چې امریکايي پوځیان نه وژل کېږي، یوازې افغانان وژل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array