برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جلغوزيو په کارګرانو ډرون بريد

آریانانیوز: په ننګرهار ولايت کې د جلغوزيو په کارګرانو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اجمل عمر وايي چې تيره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې په هغو ملکي وګړو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی چې په غره کې د جلغوزيو په راټولولو بوخت وو
هغه وايي چې په دغه بريد کې دېرش تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي
بل لور ته د ننګرهار د ولايتي شورا پخواني غړي او د اشرف غني سلاکار جاويد زمان غمشریک هم په ملکي وګړو د بې پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې په بريد کې هغه خلک په نښه شوي دي چې په غره کې یې جلغوزي راټولول
خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا وايي چې بريد د خوږياڼو ولسوالۍ په تنګي سيمه کې په داعش وسله والو شوی دی چې شل تنه داعشیان پکې وژل شوي دي
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ملکي وګړو هوايي بريدونه او شپنيز عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی
څو مياشتې وړاندې هم په ميدان وردګ ولايت کې اووه تنه ملکي وګړي چې د ښکار لپاره غره ته ختلي وو په هوايي بريد کې وژل شوي وو
په ننګرهار ولايت کې د جلغوزيو په راټولونکو کارګرو هوايي بريد په داسې حال کې کيږي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په دې ولايت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په شپنيزو عملياتو کې څلور وروڼه په خپل کور کې ووژل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي