برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

21زره مېرمنې په نشه یي توکو روږدې دي

آریانانیوز: د دایکنډي ولایت د عامې روغتیا مسوولین په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د اخته کسانو د زیاتېدو او په یوه ټولنیزه ستونزه د دې پدیدې د بدلېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي،په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ سلنه ښځې په نشه يي توکو روږدې دي.


د دایکنډي ولایت د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان پژواک خبري اژانس ته وویل، د شمېرنو له مخې په دغه ولایت کې نږدې ۷۰ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې ۳۰ سلنه یې مېرمنې دي.
نوموړي زیاته کړه، له ټولو ۷۰ زره روږدو کسانو ۸۰ سلنه یې تریاک او پاتې ۲۰ سلنه یې هېرویین کاروي.
هغه د دې په څرګندولو چې د هرې ورځې په تېرېدو په نشه يي توکو د روږدو مېرمنو شمېر زیاتېږي وویل، تر راتلونکو شپږو میاشتو به د دایکنډي په مرکز نیلي کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت په نشه يي توکو د روږدو مېرمنو د درملنې ځانګړی لس بستریز کلینیک جوړ شي.
د ده په خبره، د دغه کلینیک په جوړېدو به هر کال پر نشه یي توکو د ۲۰۰ روږدو مېرمنو درملنه وشي.

په دایکنډي کې د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي په دغه ولایت کې د روږدومېرمنو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومتي چارواکو غواړي چې په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو درملنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
که څه هم نوموړې د ۱۰ بستریز روغتون جوړېدل په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو د روغتیا لپاره اغېزمن ګام وباله خو زیاته یې کړه، دغه کلینیک د ټولو روږدو مېرمنو د درملنې وړتیا نه لري.
د دې په خبره، په نشه يي توکو زیاتې روږدې مېرمنې د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکې دي.
په ورته وخت کې پر نشه يي توکو روږدې ځينې مېرمنې نشه يي توکو ته د مخې کولو لامل فقر، کورنى تاوتریخوالی، د نارینه وو روږديتوب او نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی بولي.
رقیې «مستعار نوم» وویل له تېرو اوو کلونو راهیسې کله یې چې کورنۍ کوکنار کرل او خاوند یې پر نشه یي توکو روږدی شوو دا هم ورو ورو په نشه يي توکو عادت شوه.
هغې وویل، په نشه يي توکو یې د خاوند روږدي کېدو د نوموړې په علاقه مندۍ مستقیم اغېز درلود، خو د هغو له بدو پایلو یې هېڅ معلومات نه درلودل.
نوموړې زیاته کړه: ((اوس مې خاوند مړ شوی، کورنۍ یې زه له کوره ایستلې یم، زه له مجبورۍ سوال کوم او په پیسو یې تریاک اخلم.))
سره له دې چې د دایکنډي سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت د ختمېدو ډاډ ورکوي خو په نشه يي توکو روږدې ښځې وايي چې دایکنډي ته په زياته کچه له سرحدي ولایتونو نشه يي توکو قاق کېږي.
په نشه يي توکو روږدې عاقلې هم وویل: (( قاچاقبران له غزني، هلمند او اروزګان ولایتونو څخه دایکنډي ته تریاک راوړي او دلته یې پلوري.))
بلخوا د دایکنډي د ولایتي شورا غړی غیرت علي جواهري وویل، د نشه يي توکو د له منځه وړو لپاره ټولیزې مبارزې ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې په دایکنډي کې د نشه یي توکو د کښت کچه صفر اعلانېږي، خو په نشه يي توکو د روږدو کسانو زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.
د ده په خبره، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس دې د دغو توکو د تبادلې او معتادینو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره له قاچاقبرانو او پلورونکو سره جدي چلند وکړي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.
د دایکنډي ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدير مهرالله ناصري وویل، چې دوى  د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچابرانو د نیولو لپاره جدي هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، د روان کال په جریان کې د نشه يي توکو لږ تر لږه ۵۰ قاچاقبران د قانون منګولو ته سپارلي شوي دي.
د یادونې ده چې په دایکنډي کې پر نشه يي توکو د نارینه روږدو د درملنې ۲۰ بستري روغتون فعاله دی چې هر کال شاوخوا ۲۰۰ کسان په کې درملنه کوي، خو تل یې د کم جذب په اړه شکایتونه کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي