برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روږدو ۳۰ سلنه ښځې جوړوي

آریانانیوز: د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، په وروستیو څلورو کلونو کې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر له ۳۵زرو څخه ۷۷زرو ته لوړ شوی چې ۳۰ سلنه یې ښځې دي.


د دایکنډي د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان پژواک ته وویل، د تېر میلادي کال څېړنې ښيي چې له یادو ۷۷زرو کسانو له ډلې تر ۱۵زرو (۲۰ سلنه) ډېر یې په تریاکو او شاوخوا ۶۱زره (۸۰ سلنه) یې په هيروینو روږدي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د اسنادو او مدرکونو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۳۵زرو کسانو له نشه یي توکو استفاده کوله خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمېر ۷۷زرو ته لوړ شوی دی.
د ده په خبره، له ټولو ۷۷زرو کسانو له ۲۳زرو ډېرې یې ښځې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((دې ته په کتو چې په دایکنډي کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي خو د درملنې لپاره یې یوازې یو ۲۰ بستریز روغتون موجود دی.))
دی وايي، په دغه ولایت کې یو روغتون بسنه نه کوي او زیاتوي چې شاوخوا ۴۰۰ کسان له تېرې میاشتې راهیسې د درملنې په انتظاریه لېست کې موجود دي.
پر نشه يي توکو د روږدو د ۲۰ بستریز روغتون مسوول سهراب علي حیدري وویل، دغه روغتون له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره روغتیايي او د درملنې خدمتونه وړاندې کوي.
د هغه په خبره، د بستر د کموالي له امله یې د درملنې موده له درېیو میاشتو یوې نیمې میاشتې ته راکمه کړې او دغه روغتون توانېدلی چې په تېر یوه کال کې پر نشه یي توکو د روږدو ۱۶۰ کسانو درملنه وکړي.
نوموړي د دې په روښانولو چې د روغتون ظرفیت لږ خو د راتلونکو کسانو شمېر سلګونه کسانو ته رسېږي زیاته کړه: ((هر میاشت زموږ انتظاریه لېست ته ۴۰۰ کسان راځي او موږ پر نشه یي توکو د ښځينه روږدو کسانو د درملنې امکانات نه لرو.)
د دایکنډي له نشه يي توکو سره د مبارزې رییس رضا اخلاقي پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې نشه توکي نه کرل کېږي خو له هلمند، اروزګان او غزني ولایتونو سره یې د یو شمېر ولسوالیو نږدې موقعیت پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر کړی دی.
د ده په خبره، پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د کمېدو او له یادو موادو د خلکو د لرې کېدو لپاره تمثیلي ټوټې وړاندې شوې دي خو د له منځه وړو لپاره یې هر اړخیز مدیریت ته اړتیا ده.
د دایکنډي امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د لسو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر مهرالله ناصري پژواک ته وویل، په روان کال کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۸۵ کسان نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.
خو نوموړي زیاته کړه، له نا امنو ولایتونو سره د دایکنډي ولایت نږدې موقعیت په دغه ولایت کې د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې چارې ستونزمنې دي.
په ورته وخت کې پر نشه يي توکو روږدي خدای داد وویل: ((عمر مې له ۱۸ کلونو ډېر نه و چې د بې وزلۍ له امله ایران ته لاړم او هڅه مې کوله چې د نورو کسانو په پرتله ډېر کار وکړم څو زیاتې پیسې ترلاسه کړم او کورنۍ ته یې راولېږم او دوی له لوږې وژغورم.))
نوموړي زیاته کړه: ((دا چې ستړی نه شم، د کار څښتن مې هره ورځ نشه يي توکي راکول، خو زه نه پوهېدم چې دا څه شی دي چې دومره مې پر خپل حال ساتي، خو وروسته پوه شوم چې پر نشه يي توکو روږدی شوی یم.))
ګل احمد چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی شوی، وویل، د کرنې په برخه کې لیسانس لرم، خو د بېکارۍ له امله د نشه يي توکو استفادې ته اړ شوی یم.
پر نشه يي توکو روږدې ۲۹ کلنه ګل نار چې درې ماشومان هم لري، وویل، خاوند یې دا له نشه يي توکو استفادې ته هڅولې ده.
نوموړې چې له دغه ډول وضعیت څخه ستړې شوې، زیاته کړه: ((که کوم ځای وي چې درملنه مې وشي، قاطع تصمیم لرم چې د ځان درملنه وکړم.))
د ښځو د حقونو فعالې لیلا حسیني وویل، بې کاري، بې وزلي او کډوالي په دغه ولایت کې پر نشه یي توکو د ځوانانو او خلکو د روږديتوب لاملونه دي.
هغې له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې په دغه ولایت کې پر نشه یي توکو د ښځینه روږدو کسانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو هڅه وکړي.

شریک یي کړئ!