برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو څلور ولسي وګړي وژلي

آریانانیوز: بهرنیو عسکرو د صفر یو قطعې د ځواکونو په ملتیا د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې څلور ملکي وګړي وژلي دي.


د سیمې اوسېدونکي وايي ګډو ځواکونو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په میاګانو او شولاني سیمو کې چاپې ووهلې او د ځينو کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې.
د دوی په وینا په وژل شویو کې یو تن ښوونکی صفی الله هم شامل دي او درې نور نصرت الله، توره باز او شمس الحق نومېږي، چې له سختې شکنجې وروسته وژل شوي دي.
د ننګرهار ځايي ادارې په سیمه کې د عملیاتو خبر ورکړی، خو د ملکي تلفاتو په تړاو يې څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې هم د دې ولایت د خوږياڼي ولسوالۍ په نکرخېلو سیمه کې ګډو ځواکونه څلور تنه ملکي وګړي ووژل او شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يې د دې ولسوالۍ په ممله کې سیمه کې لسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.
دا په داسې حال کې دی چې لا هم د ملکي تلفاتو اړوند د کندوز په چهاردره، د لوګر په بابوس او د پکتیا په زرمت کې د شویو پېښو په اړه د ولس احساسات ارام شوي نه دي.
په تېره نږدې میاشت موده کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د صفر یو قطعې او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي