برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ګردیز ښار کې د ځانمرګو بریدونو قربانیان خاورې ته وسپارل شول

آریانانیوز: د ګردیز ښار د خواجه حسن په سیمه کې د تېرې ورځې په دوه غبرګو ځانمرګو بریدونو کې ۳۴ تنه ووژل شول او ۸۱ تنه نور ټپيان شوي دي.


د ګردیز ښار په صاب الزمان جومات کې د جمعې ورځې خانمرګو بریدونو۳۴ قربانیانو، مړي پرون(شنبې د زمري په ۱۳ مه) خاورې ته وسپارل شول.
د ګردیز ښار د خواجه حسن په سیمه کې د تېرې ورځې په دوه غبرګو ځانمرګو بریدونو کې ۳۴ تنه ووژل شول او ۸۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
د وژل شوو کسانو کورنۍ حکومت ته په غوصه دي او حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په ناغېړی تورنوي.
هغوی پوښتنه کوي چې حکومت ولې نه شي کولای له دې ټولو تجهیزاتو او امکاناتو سره د ترهګرو د فعالیت مخه ونیسي:« موږ له چا ګیله وکړو موږ ته هېڅوک نه دي راغلي نه څوک د مرستې لپاره راغلي نه کوم امبولانس راغلی دا هېڅ دولت نه دی دا یو فاسد دولت دی.»
د قربانیانو یو خپلوان وايي:« موږ یې تبا کړو ټول یې ووژل.  دولت په دې پېښه کې لاس لري د پېښې څخه ساعتونه تېرېږي خو تراوسه موږ ته دولت نه دی راغلی، موږ خپل ملاتړ له دولت څخه اخلو دا دولت زموږ نه دی پکار، دولت زموږ امنیت نه دی نیولی.»
د پېښې عیني شاهدان وايي د جومات دننه د ځانمرګو بریدګرو او د لمونځ کوونکي ترمنځه نیم ساعت لاس په لاس جګړه شوې او وروسته خپلو ځانونو ته یې چاودونه ورکړه ده . دوی له حکومت څخه غواړي چې د پېښې په تړاو دې څېړنې وکړي هغه مسوولین دې له دندو له لیرې شي چې د برید په مخنیوي کې  یې ناغېړي کړې ده.
قومي مشر او عیني شاهد شیرین وویل:« اوس باید قضاوت ملت او رسنۍ وکړي موږ نیم ساعت یا څلوېښت دقیفې د بریدګرو سره په جومات کې دننه جګړه کړې هېڅوک زموږ د مرستې لپاره رانه‎غلل.»
د پېښې بل عیني شاهد حیدر زیاتوي:« زموږ له حکومته دا غوښتنه کوو چې په ټول افغانستان کې د جوماتونو او تکیاخانو امنیت ونیسي پکتیا ته د ورته بریدونو مخنیوي وکړي.»
په ورته وخت کې د پکتیا امنیه قومندان وايي شونې ده چې په مرکز ګردیز کې پرجومات برید داعش ډلې کړی وي.
د پکتیا امنیه قومندان  مل پاسوال راز محمد مندوزی څرګندوي:« پخوانیو تجربو ته په کتو سره د وطن دښمانانو د هېواد په جوماتونو او پوهنتونو بریدونه کړي پخوا ورته بریدونه داعش ډلې کړي ښايي په څېړونو کې ثابته شي چې دغه برید داعش ډلې کړی وي.»
تیرې جعمې په ورځ د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار په خواجه حسن سیمه کې د صاحب الزمان پر جومات دوه ځانمرګو بریدګرو برید کې د ۶ماشومانو په کډون ۳۴ تنو خپل ژوند له لاس ورکړ او ۸۱ تنه په کې ټپیان دي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېشنې وړ بلل شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي