برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داعش ژغورونکي – په ګردیز ښار کې د جمعې لمانځه مهال پر یوه مسجد او پرمهدی موعود ښوونځي د برید مسؤل دي

آریانانیوز: د چارشنبې په ورځ څلور بجې په کابل ښار کې د مهدي موعود په نوم ښوونځې باندې خونړی برید تر سره شو.


د موعود ښوونځی د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې موقعیت لري چې د ښوونې اوروزنې د عمومي نصاب ترڅنګ زده کوونکو ته ورکې د کانکور لپاره د تیاري ځانګړې درسونه هم ورکول کیږي.
پریاد ښونځي د خونړي برید مسؤلیت داعش ډلې پرځان منلی چې له امله یې ۳۴ تنه کم عمره زده کوونکي مړه او ۵۴ تنه نور ژوبل شول.
دا د اګست د میاشتې له پیله چې داعش وسله وال د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د الوتکو په وسیله وژغورل شول د داعش برید ګرو دوهم مرګونی برید دی چې تر سره کیږي او په لسګونو کسانو ته ورکې مرګ ژوبله اوړي.
لومړی برید د اګست په دریمه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د جمعې لمانځه مهال پر یوه مسجد تر سره شو چې خواوشا ۲۵ مړه او ۲۳ تنه نور ورکي ژوبل شول.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو له محاصرې څخه د داعش وسله والو ژغورل او د دولتي څرخکو په وسیله یې خوندې سیمې ته لیږدول د دې لپاره تر سره شول چې هغوی تر دولتي حمايي لاندې په ډاډه زړه پر مساجدو او تعلیمي مراکزو بریدونه وکړي؟
که واقعا هم په افغانستان کې د داعش لوړ پوړي چارواکي دولت ته تسلیم شوي وي نو خو هغوی دې په افغانستان کې له خپلو افرادو څخه وغواړي چې د دولت له مخالفت څخه په لاس اخیستو سره نور باید نه ولسي خلګ ووژني او نه هم پر مساجدو او تعلیمي مراکزو باندې بریدونه وکړي.
دا چې په افغانستان کې د داعش چارواکي د دولت لخوا تر ژغورلو وروسته په مصؤن ډول د دولت ترحمایه لاندې ژوند کوي او افراد یې پر ولسي خلګو، مذهبي اماکنو او تعلیمي مراکزو باندې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکوي د دغو ټولو بریدونو مسؤلیت د هغو کسانو په غاړه دی چا چې د داعش چارواکو ته امن ورکړی او اوس بالفعله د هغوی ترحمايي لاندې د خپلو ټولو تر سره کړیو جنایاتو له هر ډول قضايي او عدلي تعقیب څخه خوندي دي.

شریک یي کړئ!