برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پوليسو دوه ماشومان ورونه ووژل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د عامه نظم پوليسو دوه تنه ماشومان په ډزو ويشتلي او وژلي يې دي
راپورونه وايي چې د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کې پوليسو تيره ورځ ماسپښين مهال دوه ماشومان ورونه چې مدرسې ته د سبق ويلو لپاره روان وو په ډزو ويشتلي دي او ځای په ځای يې وژلي دي
د سيمې اوسېدونکو دا ماشومان عبداللطيف او عبدالقهار ياد کړي دي او ويلي دي چې د عمر اکا په نامه د سيمې د یو اوسېدونکي بچيان دي
د هلمند ځايي اوسېدونکو د ماشومانو وژنه ستر وحشت او جنايت بللی دی او ويلي يې دي چې نور د دولتي ځواکونو له ظلمونو څخه تنګ راغلي دي
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د پکتيکا ولايت په مټا خان ولسوالۍ کې يو سيمه ييز دولتي قومندان د يو ښوونځي زده کوونکی په سختو شکنجو او وحشت سره وژلی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي