برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په یوی هوایی برید کې دیو ی کورنۍ اوه غړۍ وژل شول

آریانانیوز: دبغلان ولایت په پلخمری ښار کې سیمه ایز سرچینی وایی چی تیره شپه د یو کورنۍ ۷ تنه غړۍ د کوچنیانو او ښځو په ګډون په یو هوایی برید کې د کتب خیل په سیمه کې وژل شوي او یو تن بل سخته توګه ټپی شوی دی.



هوایی برید شپه په هغه سیمه کې صورت نیولی دی چی د سیمه ایز سرچینو په وینا هیڅ نښته هلته نه وو شوی.
وژل شویو نږدی خپلوان د جسدونو په لیږدولو سره وایی چی دا برید بیله کوم څه صورت نیولی او تراوسه د دولت له لوری هیڅ ډول اقدام دا پیښی ته رسیدګی لپاره نه دی شوی.
د هغوی په وینا، ددی پيښی قربانیان دری ښځي او څلور کوچنیان دی.
وژل شوی یو څلوېښت کلن ښځه، دوه ۱۷ کلن او پنځه کلن انجونی، څلور ۱۶ کلن، شپږ کلن، دری کلن او یو نوزاد کوچنی شامل دی او یوهمدارنګه ددی کورنۍ پلار ټپی شوی دی.
تراوسه حکومتی چارواکې په دی اړه څه نه دی ویلی.
تراوسه نه دی مشخص شوی چی دا برید د خارجی ځواکونو له لوری ترسره شوي که افغان نظامیانو له لوری.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي