برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۷ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

امنیت شورا په بغلان کې ځانمرګی برید وغانده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د امام زمان پر جومات ځانمرګی برید غندلی دی.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې د داعش ترهګرې ډلې د برید په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې ترهګري د سولې پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

د دغې شورا په اعلاميه کې د تروريزم د عاملينو، تنظيموونکو او تمويلوونکو د حساب ورکونې او د هغوى د محاکمې پر اړتيا ټينګار شوى دى.

دغې شورا ویلي، هر ډول ترهګریز عمل په هر وخت، هر ځای او د هر چا له خوا جنایت او د توجیه وړ نه دی.

امنیت شورا همداراز له ټولو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو له منشور او نورو نړیوالو قوانینو سره سم له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د جمعې د لمانځه پر مهال د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د امام زمان په جومات کې یوه ځانمرګي بریدګر د شیعه لمونځ کوونکو په صف کې ځان والوزاوه او لسګونه کسان یې شهیدان او ټپیان کړل.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي