برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کاپیسا کی د هوايي برید په عملیات څلور ماشومان ووژل

آریانانیوز: له دوه ورځنۍ دمې وروسته یو ځل بیا ملکي افغانان د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوي او په کاپیسا ولایت کې یې یو موټر بمبار کړی.


د سیمې اوسیدونکي وايي، موټر له تګاب څخه سروبي ته روان و، په لار کې د برید هدف وګرځېد او ۴ سپاره ماشومان یې ووژل. دغه راز ۸ تنه نور ټپیان کړي چې ښځې هم په کې دي.
د راپورونو پر اساس یاد موټر له تګاب څخه سروبي ته یوه کورنۍ لیږدوله.
تر اوسه د یادو ماشومانو د قاتل جهت په تړاو دقیق معلومات نه دي تر لاسه شوي، چې امریکایانو که حکومتي چورلکو وژلي دي.
په دې وروستیو کې د امریکا او افغان حکومت د هوايي او ځمکنیو قواوو توجه ملکي وګړو ته زیاته شوې. وړمه شپه هم د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې د واده مراسم روان وو، چې هوايي ځواکونو په نښه کړل او ۹ تنه د واده ګډونوال یې ووژل.
په همدې شپه د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم امریکايي او افغان وسلوال پوځونه د ملکي افغانانو په کورونو ورختلي او ۲۰ تنه یې په دسته جمعي ډول وژلي دي، چې ۱۱ تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو.
دغه راز د تېرې شنبې په شپه امریکايي او حکومتي ځواکونو د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ د میاګانو په کلي ۱۶ تنه په خپل کور کې له مینځه یووړل. په مقتولینو کې د طب پوهنځي د نهم سمستر محصل (ډاکټر تاج محمد) هم و چې د عاشورا په رخصتۍ کور ته تللی و.
تر دې پیښې دوه شپې مخکې د پنجشنبې په شپه د همدې ولسوالۍ د پیټلاو په سیمه کې بهرني او کورني وسلوال پوځونه د عامو خلکو په کورونو وراوښتي او ۱۰ تنه افغانان یې وژلي دي.
همدا راز د تیرې سه شنبې په شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ډیسار سیمه کې د امریکا او افغان حکومت عسکرو د خلکو کورونه په بمونه والوزول او ۱۶ تنه یې ووژل.
د کاپیسا ولایت دغه پیښه په دې لړ کې تر ټولو تازه پیښه ده، چې په دې سره په تېره یوه اونۍ کې د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت له لوري د وژل شوو عامو افغانانو شمېر ۷۱ ته ورسېد.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي