برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د نشه توکو ۴ قاچاقبر ونیول شول

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړې قطعې ځواکونو په کاپیسا ولایت کې یو لړ عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې یې د نشه توکو ۴ قاچاقبر او پلورونکي نیولي دي.



د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان چې، د وسلو د پیر او پلور په تور هم تورن وو، د کاپیسا ولایت په مرکز کې نیول شوي دي.
دې ته ورته، د یاد وزارت له نشه يي موادو سره مبارزه د ملي پولیسو په سرپل کې د وسله والو طالبانو له مخدره موادو ډک یو موټر نیولی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان امنیتي ځواکونو نن دوشنبه له غرمې مخکې د سرپل ولایت په مرکز کې دوه تنه وسله وال طالبان هغه وخت نیولي چې، د دغه ولایت په مرکز کې یې ۳۵۶ ګیلو ګرامه مخدره مواد له یو ځای نه بل ځای ته لیږدول.
د خبرپانې له قوله، مخدره مواد د وسله والو طالبانو د عاید تر ټولو لوبه منبع ده او زیاتوي چې، د روان لمریز کال له پیل نه یې تردې دمه د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د مخدره موادو د پروسس کارخانې له منځه وړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي