برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ چې زموږ هېوادوال د نوي کال په نمانځنې بوخت وو، په تاسف سره چې تروریستانود برید په ترسره کولو سره یو شمېر ټپیان او شهیدان کړل.

ارګ، کابل: جمهور رئیس غني د کابل نننی تروریستي برید بشري ضد جنایت بولي او په کلکه یې غندي. هغه په ټینګار سره وایي چې تروریستان د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره زموږ د خلکو د خوښۍ، تحصیل، ورځنیو فعالیتونو، پرمختګ، ابادۍ، ملي او مذهبي مناسبتونو مخه نشي نیولی.

د هېواد جمهور رئیس اړونده مسوولینو ته د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه او د یادې تروریستي پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي