برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کونړ کې د ولایتي شورا پر غړي د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په هغه تروریستي برید سخت خواشینی شو چې له امله یې د کونړ ولایت د ولایتي شورا غړی شاه‌ولي همت او یو تن دیني عالم مولوي عبدالرحمان چې د جنازې لمانځه ته روان وو، شهیدان شول.


جمهوررئیس وویل، د افغانستان دښمنان په دغه شان وحشیانه بریدونو په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د دیني او متنفذو شخصیتونو اراده نشي کمزورې کولی.

جمهوررئیس غني د شهید شاه‌ولي همت او شهید مولوي عبدالرحمان کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د شهید همت وراره ته چې په دغه برید کې ټپي شوی دی د خدای تعالی (ج) په دربار کې د روغ صحت دعا کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي