برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر سپټامبر پورې د سولې د لومړني تفاهم هیله

آریانانیوز: د سترایژیکو اړیکو په برخه کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني ستر سلاکار وحید عمر وايي، افغان حکومت په راروانو دوو میاشتو کې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې وړاندې د سولې په برخه کې د وسله والو طالبانو سره د لومړني تفاهم هیله لري.



وحید عمر نن د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۵مه) کابل کې د رسنیو استازو ته د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند صدیق صدیقي د پیژندلو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د سولې د لومړني تفاهم وروسته به د سولې په اړه جدي خبرې پیل شي.
ښاغلي عمر وویل:”د افغانستان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ په دې رابطه ډیر نږدې تفاهم شته. نن جمهور رئیس صاحب د ډاکټر زلمي خلیلزاد سره یو نیم ساعت خبرې وکړې. او هیله مو د اده، چې په راتلوونکي دوو میاشتو کې د سپټمبر تر اوله پورې یو څه ابتدایي تفاهم وشي د سولې د پروسې په ارتباط. البته دا به د کار اخیر نه وي، له هغې وروسته به بیا جدي مذاکرات شروع کیږي. یعني د اول د سپټمبر پورې زمونږ هیله داده او ټول په ګډه مونږ او بین المللي همکاران ټول په ګډه کار کوو، چې تفاهم ته ورسیږو. دا چې کله نتیجې ته رسیږو د هغې په اړه څه ویلی نشو ویلی”.
افغان حکومت دغه چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دا مهال قطر د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د اوم پړاو مذاکراتو او د افغان سیاسینو او طالبانو ترمنځ بیا د بین الافغاني مذاکراتو کوربه دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست دغه چارواکي وویل، په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره مهمه خبره داده، چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د مشروع حکومت استازي برخه ولري.
ښاغلي عمر وویل” د دې کار لپاره د تلې د شپږمې نیټې ټاکنې حتمي دي . شفافو او سرتاسري ټاکنو ترسره کیدو لپاره زمونږ هڅې د سولې د بهیر سره به موازي پرمخ لاړ شي دواړه پروسې په یو ډول جدیت سره تعقیبږي “.
د وحید عمر د څرګندونو وړاندې د سپټمبر تر لومړۍ ورځې طالبانو سره د سولې لومړنۍ موافقې ته د ر سیدلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو کابل ته د خپل سفر پر مهال هم خبرې کړې وې.
خو دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت هم د جمهوري ریاست د ټاکنو وړاندې طالبانو سره د سولې د لومړنۍ موافقې ته د رسیدلو په هکله خبرې کوي.
تیره اونۍ د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او طالبانو ترمنځ مسایل تر ۹۰ فیصدو پورې بشپړ شوي دي.
نن هم په دوحه کې د وسله والو طالبانو او د امریکايي چارواکو ترمنځ د اووم پړاو خبرې روانې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي