برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په ارګ کې دکرونا وایرس دنوی پیښوثبتول

آریانانیوز: باخبره سرچینې وايي، په ولسمشرۍ ماڼۍ(ارګ) کې دننه لږ تر لږه ۲۰ تنه مامورین او چارواکي په کرونا وایرس په داسې حال کې اخته شوي، چې د ۵۱۷ تنو شکمنو مامورینو او چارواکو نمونې د کرونا وایرس روغتیايي مرکز ته لیږل شوې وې
دسرچینو په حواله په ارګ کې د کرونا وایرس ددغو تازه پېښو له ثبت وروسته د عامې روغتیا وزارت زیاتره روغتیايي ټیمونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته مخه کړې او هلته د چارواکو او مامورینو په روغتیايي پلټنو بوخت دي
دا مهال په کابل د عامې روغتیا وزارت لس روغتیايي ټیمونه د کرونا وایرس د شکمنو کسانو پيژندلو او ناروغانو د درملنې لپاره په کار بوخت دي
د انتاني روغتون مشر ډاکټر اسدالله عصمت وايي: « که مونږ په کافي اندازه روغتیايي کیټونه ولرو او په هغې اندازې سره زیاتې نمونې واخیستلای شو، طبیعي خبره ده چې ښه پایله په لاس راځي، ځکه د یو ناروغ تشخیص د څوارلسو ورځو (چې د پټ پاتې کېدو موده یې ده) په جریان کې معلومیږي، نو قرنطین او نورو خلکو ته د وایرس د لیږد مخه نیول کیږي
د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونو مشر ډاکټر نظام الدین بیا په دې اړه د چمتووالي خبره کوي او زیاتوي: « په کابل کې زمونږ کاري ټیمونه زیات شوي، له هرځای چې د شکمنو پېښو راپور راشي، زمونږ همکاران هلته ورځي او نمونې ورڅخه اخلي… مونږ د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د اخیستل شوو شکمنو نمونو پایلو ته منتظر یو
د هرې ورځې په تیرېدو سره هېواد کې د کرونا وایرس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او داسې اندېښنې شته چې ښايي په هېواد کې د کرونا وایرس مثبتو کې پېښو لا زیاتوالی راشي
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، هرات، کندهار، لوګر، دایکندي، تخار، بامیان، پروان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د کرونا وایرسس ۳۷ تازه پېښې ثبت شوي، چې ورسره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېره ۵۲۱ تنو ته ختلې ده، له دې ډلې څخه ۳۲ تنه بیرته رغیدلي او ۱۵ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
په ورته مهال یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو دوو اونیو کې ښايي د کرونا وایرس پېښې په بې ساري توګه زیاتې شي، ځکه هېوادوالو ته د وقایوي تدابیرو د عملي کولو سپارښتنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي