برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امنیتی تړون لغوه کول له افغان حکومت لپاره دطالبانولومړی شرط

آریانانیوز: د کله راهیسې چې افغان حکومت او امریکا د سولې هلې ځلې پیل کړې دې،پر بین الافغانی مذاکراتو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر نېغ په نېغه خبرو ټینګار کیږی،خو وسله والو طالبانو تل دا غوښتنه ردکړې،چې ګوندې د دوی په وینا،افغان حکومت واک او صلاحیت نه لری،دوی له امریکاسره خبرې کوی.
په دې وروستیو کې امریکاد افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازى زلمى خلیلزاد د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د سولې د مذاکراتولپاره هڅې پیل کړې، خو دا هڅې وروسته له دې زیانمنې شوې، چې طالبانو د متحده عربی اماراتو د څو ورځو وړاندې په ناستو کې له تللی افغان مرکچی پلاوی سره له لیدنې انکار کړ.
طالبانو پخپله وېب پاڼه کې د یوې لیکنې په ترڅ کې د اماراتو د ناستو جزئیات په ډاګه او له افغان پلاوی سره د نه لیدلو لاملونه څرګند کړې دی.
په لیکنه کې راغلی، چې د اماراتو د ناستو اساسی اېجنډا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، دغه راز په راتلونکی کې له افغانستانه امریکا او غرب ته د خطر متوجه کېدلو په اړه د امریکا اندېښنې د بحث دویمه اجنډا وه، چې د دوى پلاوی یې د ډاډ ورکولو قانع کوونکی دلایل وړاندې کړی.
په لیکنه کې راغلی، که بیا هم د کابل اداره، له طالبانو سره د تفاهم تلوسه لری، نو لومړی دې سمدستی امنیتی تړون لغوه، او امریکایی ځواکونو ته دې ځواب ورکړی، بیا به ښیی چې طالبان له حکومت سره هم د تفاهم په اړه مثبته پرېکړه وکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي