برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان، سولې بهیر ، امنیتي همکاریو او سیمه ییز پیوستون په اړهد د تاشکند د کنفرانس اعلامیه

۱۳۹۷ لمریز د وري ۶ – ۷ مه

مونږ د تاشکند د کنفرانس ګډونکونکي:

1. تصدیقوو چې سوله او امنیت افغانستان کې په سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍد سنبالتیا او د افغانستان خلکو د کلونو درد او کړاونو د پای ته رسولو لپاره اړینه ده. مونږ پدې باور یاستو چې ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزی په ډګر کې ،د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د سیمه ییزی په نږدې همکارۍ او ملاتړ یوه سیاسي حللاره چې اقتصادي همکارۍ او سمه ییز پیوستون سره نغښتۍ وي کولای شي د افغانستان او د ټولې سیمې د سولې او سوکالۍ کلي وي؛

2. مونږ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او د امنیت د شورا له پریکړه لیکونو او تصمیمونو څخه د هغه نوی مشارکت په تړاو خپل ملاتړ، چې افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ناستې وروسته چې د ۲۰۱۸ م کال د جنورۍ په ۱۹ نېټه په نېویارک کې دایره شوه، اعلاموو .

3. د افغانستان واکمنۍ، خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا او ملي یووالي ته او سولې، ټيکاو رامنځ ته کولو او پرمختیا لپاره د دغه هېواد دخلکو او حکومت د هلوځلو درناوۍ کوو.

4. افغانستان کې د سولې او ټیکاو لوړولو لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو برنامو اهمیت چې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت وي درک کوو. په تېره بیا د کابل بهیر، افغانستان کې د سولې هلو ځلو پرمخ وړلو او د تاوتریخوالي ختمولو لپاره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د یوې اساسن زمینې په توګه، ډېر ارزښتمن بولو ؛

5. افغانستان کې د سولې بهیر پرمخ وړلو او د اقتصادي او ټولنیز انکشاف په لاره کې د منځنۍ آسیا دولتونو له هلو ځلو څخه او دسیمې سیاسي او اقصادي بهیرونو کې د هغوی له مشارکت ملاتړ کوو.

6. افغانستان په هکله د تاشکند د کنفرانس پر اهمیت باندې ټینګار کوو. دغه کنفرانس بین المللي هلو ځلو په توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت، د سولې او پخلاینې بهیر په ملاتړ کې په امنیتي همکارۍ ، سیمه ییزی نښلېدا او د سولې په بهیر متمرکز دی؛

سوله او پخلاینه

7. ملي یووالی حکومت څخه له کوم شرط پرته سولی ته رسیدو په موخه طالبانو سره مستقیمو خبرو اترو لپاره د هغه د وړاندیز په برخه کې ملاتړ کوو. او له طالبانو غواړو څو د سولې دغه وړاندیز چې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت دی عمومي غونډې او ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیکونو سره سمون او مطاقت کې ومني؛

8. تاکید کوو چې طالبانو سره یوه سیاسي حللاره افغانستان کې خشونت او جګړي ختمولو لپاره ډېره ښه او غوره لاره ده او اړینه ده څو افغانستان حکومت او د طالبانو د پخلاېنې پلوي ډلو ترمنځ د سولې نیغ په نیغه خبرې اترې پیل شي،

9. طالبانو سره مستقیمو خبرو اترو پیلولو لپاره د افغانستان حکومت له هلو ځلو څخه خپل ملاتړ اعلاموو او د کابل بهیر او نورې بین المللي برنامې چې موخه ېې افغانستان کې د سولې رامنځ ته کول دي ، تصدیقوو؛

10. طالبانو څخه غواړو څو افغانستان کې سولې او امنیت راوستلو په تړاو خپل مسولیت اداء کړي څو افغانستان خلکو درد اوکړاو ته د پای ټکۍ کيشودل شي او افغانستان حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو اترو لپاره خپله اراده وښيي.

11. افغانستان حکومت او طالبانو څخه غواړو څو یوې سیاسېي حللارې ته ورسیږي. بشپړ سیاسي هوکړه ټولو خواو ته بریالیتوب دَی او د هیچا په زیان نده. دغه هوکړه کولای شي د یوه مشروع سیاسي لوري په عنوان په سیاسی بهیر کې د طالبانو ګډون، خشونت څخه لاس په سر کېدل او بین المللي تروریزم سره، د الفاعدې، داعش او نورو بین المللی ترهګرو ډلو په شمول، د هغوې د اړیکو پریکون او همدغه شان افغانستان اساسي قانون ته درناوۍ د تولو افغانانو د برابرو حقونو په شمول ، تضمین کړي.

12. د پخلاینې بهیر، امنیت، او اقتصاد کې د ښځو د اغیزمن او بشپړ ګډون اهمیت په اړه تاکید کوو. او افغان ښخمنوځواکمنولو په موخه بین المللي هلوځلو حخه خپل دوامداره ملاتړ اعلاموو او ښځو، امنیت، او سولې لپاره ملي عمل پلان پلې کولو څخه ملاتړ په تړاو په ټینګه متعهد یاستو.

13. افغانستان حکومت څخه د مناسبو شرایطو رامنځ کولو لپاره ، د انګیزې رامنځ ته کولو له لارې، سولې خبرو اترو پیل او دوام لپاره ملاتړ کوو. او هغو سره چې ناپخلاکیدونکي دي، سولې سره مخالف دي، تاوتریخوالي ته دوام ورکوي ، وینې تویوي، جنایتونه کوي او بین المللي تروریستي شبکو سره مرسته کوي مخالف یاستو ؛

14. ټولو هېوادونو څخه غواړو څو د افغانستان حاکمیت او د خاورې بشپړتیا درناوۍ وکړي او کورنیو چارو کې ېې لاسونه ونکړي څو شوني شي دغه هېواد سولې، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسۍ پیدا کړي؛

15. له یوه امن افغانستان څخه ملاتړ چې ویره اچوونکي ونشي کړای له هغه ځایه نوره هېوادونه په نښه او هدف وګرځوي او هغه هېواد چې د امنیت په رامنځ ته کولو کې پخپلو ځواکنو تکیه ولري خپل ملاتړ اعلاموو.

 

ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه

 

16. د افغانستان خلکو په وړاندې وروستي له ناورین او فاجعی ؛ډک بریدونه محکوموو او خپله ځواکمنه همبستګي اعلاموو. ترهګري په ټولو بڼو او شکلونو کې پرته هر ډول توپېر غندو. او د افغانستان سیمې او نړیوالې ټولنې د امنیت او ثبات په وړاندې ګډ او جدي ګواښونه چې بین المللي ترهګرۍ، نشه يي توکو، او له تنظیم شویو جرمونو سرچینه اخلي، تصدیقوو.

17. په ټولو بڼو او شکلونو کې د ترهګرۍ ورک کولو لپاره د ملګرو ملتونو ترهګرۍ ضد نړیوالې ستراتژۍ او UNSC پوری تړلو پریکړه لیکونو سره سمون کې، د سیمه ییزو او بین المللي عملي همکاریو اهمیت په اړه ټینګار کوو.

18. سیمه ییزو او بین المللي شریکانو سره په همکارۍ کې د ترهګرۍ د اصلي تمویلوونکو سرچینو په عنوان د نشه يي توکو له تولید او قاچاق، مخکی جوړشویو توکو، او د وسلی قاچاق سره د مخامختیا او مقابلی لپاره د افغانستان حکومت له خوا د لا ډېرو عملي هلو ځلو کولو اهمیت په اړه تاکید کوو؛

19. پوهیږو چې تروریزم، نشه يي توکي، تنظیم شوي جرمونه یو بل سره تړلي دي؛ نړیوال ګواښونه رامنځ ته کوي او یوې ګډي ستراتژۍ ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو تروریزم سره د مبارزی له نړیوالې ستراتژۍ سره سمون ولري؛

20. تصدیقوو چې افغانستان ته ټول امنیتي مرستې د افغانستان حکومت له لاری ترسره شي او طالبانو او داعش ته د مالي او وسلې د ملاتړ له چمتو کولو سره خپل کلک مخالفت ،چې یوازې د افغانستان په بی ثباته کولو او د جګړي په ساتلو کې لګیا دي ، اعلاموو؛

 

سیمه ییزی اقتصادی همکارۍ

 

21. سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او د اتصال پروژو وروستیو پرمختګونو څخه چې افغانستان سهیلي آسیا او منځني آسیا او نورو سیمو تر منځ د وچې په یوه پُل بدلوي ملاتړ کوو. سیمې سره د افغانستان اقتصادي یو موټيتوب سبب کیږي څو په افغانستان او سیمه کې پرلغښتې او دوامداره سوله او ټيکاو رامنځ ته او تضمین شي؛

22. بیا یادونه او تاکید کوو چې د ترانزیت او سوداګرۍ، انرژۍ، بیخبناو او ارتباطاتو په برخو کې د سیمه ییزو پروژو پخپل وخت پلې کول، چې افغانستان خپلو نږدې ګاونډیو او لا پراخې سیمې هیوادونو سره وصل کوي سیمې خلکو ته د کتو وړ ګټې برابروي ، د ژوند کچه لوړوي او د سولې پرمختیا او ترهګري او ناقانوني فعالیتونو په وړاندې جګړې په لاره کې اوسنيو هلو ځلو کې ښه والئ رامنځ ته کوي.

23.  تصدیقوو چې تېرو برنامو باندي ټینګار او تمرکز کولو سره، افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس، د سولې بهیر، امنیتي همکارۍ، او سیمه ییز پیوستون د افغانستان د سولې بهیر، تروریزم او نشه يي توکو سره مبارزه ، سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او د حللارو ترلاسه کولو په تړاو چې په متقابله توګه ورباندي هوکړه شوی وي د پراخو موضوعاتو سلسلې په اړه پرانیستي او جامع بحثونو لپاره بی سارۍ فرصت رامنځ ته کیږي؛

24. د ازبکستان حکومت له دودیزې میلمه پالنې او په تاشکند کې د دې کنفرانس د عالي تنظیم او همدغه راز د هغوی له هلو ځلوڅخه سولې ،امنیت او سیمه ایز اتصال په اړه د د سیمه ایزې او بین المللي اجماع د رامنځ ته کولو پخاطر مننه کوو.

دغه اعلامیه د ازبکستان جمهوریت په تاشکند کې د افغانستان، چین، فرانسې، آلمان، هندوستان، ایران ، ایټالیا، جاپان، قزاقستان ، پاکستان، قرغزستان، قطر ،روسیېې، سعودي عربستان ،تاجکستان، ترکېې، ترکمنستان، عربی متحده امارات، ازبکستان، اروپا اتحادېې او ملګرو ملتونو لخوا صادره شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي