برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هېواد کې د شري واکسین سراسري کمپای

آریانانیوز: د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شرې ناروغۍ د وقایې لپاره، نن د دې ناروغۍ ځانګړی واکسین چې ۱۴ میلیونو ماشومانو ته به تطبیق شي، په هېواد کې پيل کړ.


د روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، پر دغه کمپاین باندې ۱۴،۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی او په دوو پړاوونو کې چې لومړی پړاو یې د روان میلادي کال د سپتمبر له لومړۍ تر لسمې نېټې په ۱۶ولایتونو کې، دویم پړاو به یې په پاتې ۱۸ ولایتونو کې د نوامبر له ۱۷مې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي چې مالي لګښت یې د واکسین نړیوال ایتلاف (GAVI) له لوري ورکول کېږي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې په دې مناسبت نیول شوو مراسمو کې وویل چې دغه کمپاین په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شري ناروغۍ د زیاتو پېښو په تړاو د ترلاسه شوو راپورونو له مخې پیل شوی چې د شري پر وړاندې د مخکني واکسین له تطبیق پرته د ۹ میاشتو او لسو کلونو تر منځ ټول ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرېکړه وکړه چې د شري ناروغۍ وقایې او د دې ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې کمښت لپاره یې، په ټول هېواد کې د شري واکسین پیل کړي.))
د هغه په خبره، دغه کمپاین په دوو میاشتو کې د هېوادوالو استوګنې تر ټولو نږدې ځایونو کې لکه روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو اوجوماتونو کې د روغتیایي کارکوونکو له لوري تطبیق شي.
فیروز د دغه مطلب په څرګندولو سره چې شری یو خطرناکه او وژونکې ناروغۍ ده، له کورنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه کمپاین پر مهال دې خپل ماشومان واکسین کړي څو هغوی پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ څخه وقایه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د دغه کمپاین له لارې د ۹ میاشتو او ۱۰ کلونو تر منځ ۱۳،۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د افغانستان لپاره د نړیوال روغتیایي سازمان استازې ډاکټر ریچارت پیپرکارن په دې مراسمو کې وویل: ((موږ هیله لرو چې دا واکسین هر ماشوم په ځانګړې توګه زیانمنونکو ماشومانو ته ورسېږي.))
د ملګرو ملتونوسازمان د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) استازې مېرمن اډیلا خودر (Adele Khodr) وویل چې واکسیناسیون په ماشومتوب دوره کې د ماشوم د وژونکو ناروغیو پروړاندې ترټولو ارزانه روغتیایي اقدامات دي.
د واکسین نړیوال ایتلاف اجرایي مشر ډاکټر سیت برکلي، افغانستان ته د دغه پروګرام د پیل مبارکي ورکړه، زیاته یې کړه: ((د واکسین کمزوری پوښښ، په زیاته کچه د وګړو بې ځایه کېدل او دوامداره ناامنۍ، د شري ناروغۍ کنټرول پر وړاندې سترې ننګونې دي.))
شری، د ماشومتوب دوران ساري اوڅلورمه وژونکې ناروغۍ ده چې ځانګړې درملنه نه لري؛ خو د شري واکسین تطبیق سره دا ناروغۍ په اسانه توګه د وقایې وړده.
تبه، ریزش، د سترګو سوروالی، سردردي، ټوخی، ګنګسیت، ځان دردي او د اشتها کمښت د شري ناروغۍ لومړنۍ نښې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په کچه د شري له ۲۵ زرو پېښو څخه ۸۵ سلنه یې له لسو کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومانو کې راپور ورکړل شوی دی چې کابل، پکتیکا، کونړ، بادغیس او غور ولایتونو کې ماشومان په شدید ډول له شري څخه زیانمن شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي