برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

۸ میلیونه افغانان د کرونا په وړاندې واکسین شول

آریانانیوز: د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي، شاوخوا اته میلیونه افغانان د کرونا ویروس پر ضد واکسین شوي دي.


د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت یوه ویاند ویلي: د واکسین څلور میلیونه نور ډوزونه د دغه وزارت په واک کې دي او په ټول افغانستان کې د واکسین بهیر دوام لري.

جاوید حاجی وویل: خلک د پخوا په پرتله واکسین کولو ته ډیر لیواله دي او هره ورځ شاوخوا 11,000 خلک واکسین کیږي.

د راپور له مخې، په کابل کې د ۱۶ مرکزونو په ګډون په ۳۷۷ مرکزونو کې د واکسین بهیر روان دی.

له څو میاشتو ځنډ وروسته د طالبانو حکومت له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کرونا ناروغانو د مړینې ورځنی شمېر اعلانول پیل کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي