برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د اړینو روغتیايي واکسینونو نشتوالی

آریانانیوز: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې څه باندې ۴۲۰ زره ماشومانو لږ تر لږه یو مهم واکسین نه دی ترلاسه کړی.


د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب اونۍ په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ۴۲۰ زره ماشومانو لږ تر لږه یو مهم واکسین نه دی ترلاسه کړی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۹۸ زرو څخه زیاتو ماشومانو هیڅ واکسین نه دی ترلاسه کړی.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې ټول ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د روان کال د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۷۸۸۶ تنه مړه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ له پیل څخه د فبرورۍ تر پایه په دغه هېواد کې له ۲۰۹ زرو ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي