برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په افغانستان کې ۱۳ زره ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق کیږي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په زابل ولایت کې له ۶ میاشتو څخه پورته ۱۳۰۰۰ ماشومان د شري یا سرخکان واکسین تر پوښښ لاندې راولي.


په زابل ولایت کې د یونیسف ادارې یوه سیمه ییز چارواکي ویلي دي چې د شري/سرخکان ضد واکسین کمپاین به د دغه ولایت په میزاني او خاک افغان ولسوالیو کې پلی شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په زابل ولایت کې 13 زره ماشومان د شري واکسین تر پوښښ لاندې راولي.

په زابل ولایت کې د یونیسف د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په زابل ولایت کې د شري واکسین دغه کمپاین به تر ۶ میاشتو پورته ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په زابل ولايت کې د شري ناروغۍ له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.

 

شریک یي کړئ!