برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هوايي بريد درې ميرمنې وژلي

آریانانیوز: د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې درې ميرمنې وژل شوي دی.


د لغمان ولايت يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دی چې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د بومبی په سيمه کې يې د ولسي خلکو په يو کور د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۳ ميرمنې وژل شوی دی.
سرچينې ويلي دی چې ددې کور هيڅ غړي له طالبانو سره اړيکه نه درلوده او يوه غريبه کورنۍ وه.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي هم پيښه تائيد کړې ده خو د ملکی وګړو د مرګ ژوبله په اړه يې نا خبري وښوده.
دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ په اب بازک سيمه کې هم د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ تن نور کليوال يې له ځان سره بيولي دي.

شریک یي کړئ!