برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هلمند کې د ګوزڼ نوې پېښه

آریانانیوز: د عامې روغتيا وزارت وايي چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پوليو يا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.


د ياد وزارت له خوا د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نوزاد ولسوالۍ کې له بده مرغه یو ۴ کلن هلک فلج شوى دى.
سرچينې زياته کړې، په روان زېږدیز کال کې د پولیو له دې وروستۍ مثبتې پېښې سره د دغو پېښو شمېر په سوېل حوزه کې ۱۱ ته او په ټول افغانستان کې ۱۶ ته رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اته پېښې يواځې په کندهار ولايت کې، دوه په هلمند، یوه په اروزګان، درې په کونړ او دوه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت ويلي، د لومړنیو راپورونو له مخې، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ ياد ماشوم ته د پولیو ورځنی وقایوي واکسین د خپلې کورنۍ له خوا نه و تطبیق شوی او څرنګه چې تمه کېږي د کمپاینونو په ترڅ کي هم د پولیو واکسین په لازم دوز باندې نوموړي ماشوم ته نه دی تطبیق شوی.
سرچينې ويلي، هڅې روانې دي څو د کارپوهانو یو ټیم سیمې ته ولاړ شي او د دې پېښې په اړه او د مرضي ویروس خپرېدو د مخنيوي په خاطر خپلې څېړنې هلته ترسره کړي.
د یادولو ده، له شپږو میاشتو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونه په دې سیمه کې د مسلحو مخالفینو له خوا بند شوي دي.

شریک یي کړئ!