برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هرات کې يواځنى ښځينه سوداګریز مرکز د تړل کېدو ګواښ

د هرات ولایت یو شمېر ښځينه سوداګرې وايي، په یاد ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ یواځنى مرکز د سقوط له ګواښ سره مخ دی؛ ځکه چې ډېری هغو ښځو خپل کارونه پرېښي چې په یاد مرکز کې یې پلورنځي درلودل.



دوی وايي، د دولت نه پاملرنه او په یاد مرکز کې د پلورنځیو ډېره کرایه د دې لامل شوه چې ښځې خپلې سوداګریزې کړنې ودروي.
د دوی په خبره، اته کاله وړاندې په هرات کې د (خدیجة الکبرا) په نوم یواځینی سوداګریز مرکز په زرګونه هیلو، شور او شوق پرانیستل شو او ښځينه سوداګرو هیله مندي درلورده چې د یاد سوداګریز مرکز له لارې به خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
دوی وايي، د یاد مرکز تر نیمايي ډېر پلورنځي تړل شوي، ښځینه سوداګرو خپل کار ترک کړی او پر کور ناستې دي.
د ښځینه سوداګرو له ډلې فاطمې رسولي له سوداګرو مېرمنو د دولت د نه ملاتړ څخه اندېښنه څرګنده کړه او پژواک خبري اژانس ته یې وویل: (( په یاد سوداګریز مرکز کې د کرايې د لوړوالي او د برېښنا د ډېر لګښت له امله موږ ښه اقتصادي وضعیت نه لرو، همدارنګه له موږ څخه د دولت ملاتړ هم کم رنګه دی.))
نوموړي زیاته کړه، که دا بهیر دوام وکړي نو ټولې سوداګرې ښځې به خپل پلورنځي وتړي.
د یاد ولایت یوه بله ښځينه سوداګره چې څو کاله کېږي په دغه سوداګریز مرکز کې د لاسي صنایعو پلورنځی لري د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، څو کاله وړاندې په دغه سوداګریز مرکز کې ۳۵ پلورنځي فعال وو؛ خو د دولت د نه ملاتړ او کرايې د ډېروالي له امله تر نیمايي ډېر پلورنځي تړل شوي او ښځینه سوداګرې یې بېکاره دي.
نوموړې په دې اند ده چې که دولت له دوی څخه ملاتړ ونه کړي ښايي دوی هم په نږدي راتلونکې کې خپل کارونه ودروي.
یادې سوداګرې پژواک خبري اژانس ته وویل: (( که دولت زموږ د پرمختګ فکر لري، نو موږ ته دې پاملرنه وکړي؛ داچې ډېرو مېرمنو پلورنځي تړلي، ښايي پاتې نورې مېرمنې هم خپل کارونه ودروي.))
خو د هرات ښځو چارو رياست سرپرستې عزیزې کریمي پژواک ته وویل چې دولت تل یادو ښځينه سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي.
د مېرمن کريمي په خبره، د ښځو د لومړني ځانګړي سوداګریز مرکز د نه پرمختګ لامل د یاد مرکز نامناسب موقعیت دی.
نوموړې زیاته کړه: (( د خدیجة الکبرا په مارکېټ کې د پلورنځیو کرایه له یونیم زر تر درې نیم زره افغانیو ده چې د مستوفيت له لوري جمع کېږي او د یاد مرکز دکار وبار د نه پرمختګ لامل د هغه نامناسب موقعیت دی.))
مېرمن کريمه وايي، له سیمه ییزې ادارې یې غوښتي چې د تېلو هغه ټانک چې د یاد مرکز په مخ کې موقعیت لري، لرې کړي تر څو د یاد مرکز لید ډېر شي.
بل خوا بیا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک ته وويل، سیمه ييز حکومت د یاد سوداګریز مرکز د پرمختګ لپاره هڅې کوي او په دغه ولایت کې له سوداګرو مېرمنو څخه د ملاتړ په موخه بنیادي پلانونه په نظر کې لري.
د ښځینه سوداګرو لومړنی ځانګړی سوداګریز مرکز((خديجة الکبرا سوداګریز مرکز)) اته کاله وړاندې د ايټالیا د پي ار ټي په مرسته د هرات ولایت د مستوفیت په څلور لارې کې جوړ شو.

شریک یي کړئ!