برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 25 نوامبر , 2019 لنډ لینک :

پر مسجد باندی د هوايي برید په پایله کې ۱۷ تنه ملکي وګړو شهیدان او ژوبل شول

آریانانیوز: د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو پر یوه جومات هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پېښه د پشترود ولسوالۍ په ګجګین سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې لمونځ کوونکي له مسجد څخه د وتلو په حالت کې وو
د معلوماتو په اساس، په برید کې د سپین ږیرو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي
فراه کې په داسې حالت کې مسجد د بهرنیانو د هوایي برید هدف ګرځي، چې امریکا سولې ته د ژمنتیا غږ کوي او له ټولو لورو غواړي، چې باید د افغانستان په جګړه کې د تشدد ګراف راکښته کړي
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم په عامه او مقدسه ځایونو باندې د بهرنیانو له لوري هوایي بریدونه شوي؛ خو تر دې دمه نه هم حکومت او نه هم بهرنیانو ددې ډول پېښو پلټنه کړې.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه