برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په ترکیه کې ۴۷ تنه افغان کډوال ونیول شول

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال ۴۷ افغان کډوال نیولي دي.


د ترکیې په شمالي ښار توکات کې د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال ۴۷ تنه افغان کډوال نیولي دي.

دغه پناه غوښتونکي د طبي معایناتو لپاره روغتیايي مرکزونو ته معرفي کیږي او بیا بیرته شړل کیږي.

نږدې هره اونۍ لسګونه افغان کډوال د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته ستنېږي.

په دې وروستیو میاشتو کې انقرې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی دی، ځکه چې د روان کال له پیل راهیسې نږدې څلور زره افغان کډوال د ترکیې د پولیسو له خوا نیول شوي او بېرته کابل ته راستانه شوي دي.

تېر کال ترکیې څه باندې ۵۷ زره افغان کډوال ونیول او بېرته یې افغانستان ته ولېږل.

د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي