برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ترکیه کې ۱۸ افغان کارګران مړه شول

۲۰۲۳ کال کې ۱۸ افغان کارګران په ترکیه کې د حرفوي پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.


د ترکیې د حرفوي خوندیتوب او روغتیا شورا اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د وژل شویو ۱۹۳۲ کارګرانو له ډلې څخه ۱۸ تنه افغان کارګران وو چې د حرفوي پېښو له امله مړه شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په روان کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال د کارګرانو د مړینې شمېر ۱۹۳۲ ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې افغانستان یو له هغو دریو هېوادونو څخه دی، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نورو هېوادونو تر ټولو ډېر کډوال لري.

د راپور له مخې د افغان کډوالو نفوس له ۲،۹ میلیونو څخه ۵،۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي