برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په بغلان کې هم د سولې لپاره د پرلت خیمه درول

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د سولې لپاره خېمه ودروله او په هیواد کې يې د ټولو پرلتونو او سوله غوښتونکو د ملاتړ کولو ترڅنګ د جګړې د پاى ته رسیدو غوښتنه وکړه.


په خېمه کې ناستو سوله غوښتونکو په جګړه کې له ښکېلو ډلو څخه د اوربند او د سولې کولو غوښتنې ترڅنګ د لر او بر افغانانو د یووالي نارې هم ووهلې.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد افضل د وري په ۲۷مه وویل، دوى په هیواد کې بین الافغاني سوله غواړي، جګړه نوره زغملی نه شي او نه هم په افغانانو کې نور د جګړې د دوام توان شته.
دى زياتوي: “هغه څوک چې لا هم په افغانستان کې د جګړې دوام خوښوي، لومړی دې د څلوېښت کلنې جګړې لاسته راوړنې په ګوته کړي، بیا دې جګړه وکړي، خو له چا سره؟”
د ده به وینا، له هغه چا چې زموږ پر خاوره جنګ روا بولي، غوښتنه کوي چې نور بس دی، جګړه نه غواړي، سوله او داسې سوله چې لر او بر ټول افغان په کې خوندي اوسي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسیدونکي ارباب شمس الله هم پرلت خیمې ته پر راتګ وویل: “په خیمه کې ناست خلک سوله غواړي، دغه راغلي کسان له جنګه ستړي دي او په جنګ کې له ښکیلو ټولو ډلو څخه د سولې په نیت راغونډ شوي، تر هغه به همدلته وي، ترڅو د سولې غږ نه وي خپور شوی.”
هغه زياته کړه، افغانان له څلوېښتو کالو راهیسې د پردیو سیاست قرباني دي، نور نه غواړي چې د نورو د سیاست ښکار او قرباني شي؛ دغه روانه جګړه پردۍ ده او هره ورځ په کې افغان ځوانان وژل کیږي.
د ده په خبره، طالبان دې سوله وکړي او له دولت څخه يې هم غوښتنه ده چې بیځایه او د پردیو په لمسون دې هر ځای هوايي بریدونه نه کوي چې د سولې پر بهیر منفي اغیزې پرې باسي.
نوموړى وايي: “موږ تر وروستۍ هڅې په دغه خېمه کې کینو، تر هغه چې طالبانو سوله نه وي منلې او نیت لرو چې یو شمېر قومي مشران طالبانو ته ورشو او مخامخ ترې د سولې کولو غوښتنه هم وکړو.”
په خیمه کې ناستو نورو قومي مشرانو او ځوانانو هم ورته هیلې لرلې، ټولو په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسېدو غوښتنې کولې او په جګړه کې له ښکېلو دواړو خواو یې په هیواد کې د ژر ډزبندي او بین الافغاني سولې لپاره د یوې سترې جرګې غوښتونکي شول.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي په د اسې حال کې د سولې په نیت د نوې درېدلې خیمي لاندې راغونډېږي چې د یادې ولسوالۍ ډېری کلي د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي