برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې له یو ملیون څخه زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې که اقدام ونه شي په افغانستان کې د یو لک و یو دیرش زره ماشومانو د مړینې احتمال شته.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته په ګډه پاملرنه ونه شي، ښايي تر ۲۰۲۲ کال پورې ۱.۱ میلیونه ماشومان له پنځو کلونو کم عمره له شدید خوارځواکۍ سره مخ شي.

دغه دفتر په خپله فیسبوک پاڼه کې یوه احصایه هم خپره کړې او خبرداری یې ورکړی چې که اقدام ونه شي په افغانستان کې د ۱۳۱۰۰۰ ماشومانو د مړینې احتمالي خطر شته.

افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له اقتصادي رکود سره مخ شوی او زرګونه کسان اوس له لوږې او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي.

شریک یي کړئ!