برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د سویډن د فعالیتونو د ځنډولو په اړه د سویډن کمیټې غبرګون

آریانانیوز: د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې اعلان وکړ: دوی به له طالبانو سره د سویډن د فعالیتونو د درولو په اړه خبرې وکړي.


د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په افغانستان کې د سویډن د ټولو فعالیتونو د بندولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې ویلي: دغه مرکز به د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره د نوي فرمان او د دغه بنسټ پر فعالیتونو د دغه حکم د اغېزو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې زیاته کړه: د افغانستان له موقت حکومت سره په خبرو کې به معلومه شي چې ایا نوې پریکړه به د دغه سازمان پر فعالیتونو اغیز وکړي او که نه.

دغې کمېټې زیاته کړه چې دغه بنسټ د سویډن په حکومت پورې اړه نه لري او یوه خپلواکه او بې پرې اداره ده.

د سویډن کمیټې ویلي: دوی له څلویښتو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې اسلام او د افغانستان سیمه ایزو عنعناتو ته په ژور درناوي سره کار کړی دي.

د سویډن کمیټې هم د قران کریم هر ډول بې حرمتي په کلکه غندلې ده.

د افغانستان سرپرست حکومت په دغه بیانیه کښې اعلان وکړ: وروسته له هغې چې په سویډن کښې د قرآن کریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو عقایدو ته یې د سپکاوی اجازه ورکړل شوه، تر څو چې سویډن د دغه ناوړه عمل له امله له مسلمانانو څخه بښنه ونه غواړي، اسلامي امارت (د افغانستان سرپرست حکومت) امر کوي چې په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه ودرول شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په افغانستان کې ۶۰۰۰ کارکوونکي لري او د پوهنې، روغتیا او درملنې په برخو کې کار کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي