برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کی د ماشومانودخوندیتوپ لپاره خوړوته اړتیا

آریانانیوز: د ماشوم ملاتړې نړیواله خیریه اداره وایي، څیړنی ښيي چې د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي په اپرېل او مې میاشت کې د خوړو کمښت سره مخ دي
دا اداره خپل تازه رپوټ کې غوښتنه کوي چې افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته سملاسي خواړه ورسول شي
“په داسې حال کې چې په افغانستان کې ماشومان د خپل دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېرو خوړو ته اړتیا لري، د قرنطین له امله د لومړنیو خوراکتوکو بیې زیاتې شوې او کورنیو ته د خوړو برابرول ګران شوي دي
د خوړو نړیوال پروګرام اټکلوي چې تېره میاشت د افغانستان سترو ښارونو کې د غنمو او غوړیو بیه تر ۲۳ سلنې پورته شوې، خو د وریجو، شکرې او غلو دانو بیه له ۷ تر ۱۲ سلنې زیاته شوې ده او لامل یې هم دا بللی چې د عرضې سیستم د تقاضا ځواب نشي ویلی
په داسې مهال چې د خوراکتوکو بیې لوړېږي، د خوړو اخیستلو لپاره د دیاړيمارو( د ورځانې کارګرو) وس کمېږي، ځکه د قرنطین له امله ورځانه یا دیاړي کمه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي