برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پنټاګون: په افغانستان کې د متحده ایالاتو نظامي شتون په شرایطو پورې اړه لري

آریانانیوز: پنټاګون وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر په اړه راتلونکې پریکړې به د افغانستان د وضعیت پراساس وي...


د پنټاګون ویاند جان کربي یوې خبري غونډې ته وویل چې نوې ادارې لا تر دې دمه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر په اړه پریکړه نه ده کړې ، خو دا چې د متحده ایالاتو د دفاع نوي وزیر هیڅ انتخاب رد نکړي.

د پنټاګون ویاند زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل ته ژمن دی، یوه حل چې د د هغه په وینا د افغانستان حکومت د دې برخه ده.

هغه همدارنګه د روان کال له می وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتیرو د حضور په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل: د متحده ایالاتو د دفاع نوی وزیر لوید آسټن په دې مسله د پریکړې کولو له اړتیا څځه او همدارنګه په افغانستان کې د واشنګټن د پوځي ماموریت پای ته رسیدو ګواښونه خبر دی.

په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د سولې خبرو اترو په پرمختګ کې مشروط وي.

تر دې دمخه د ناټو عمومي منشي ویلي و چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون باید وضعیت پورې اړه ولري، او د هغوی ژمنې ته په پام سره مشروط وي تر څو (دهغه په وینا) افغانستان یوځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه شي.

په هرصورت ، طالبانو خبرداری ورکړی که چیرې بهرني ځواکونه د می په میاشت کې د دوحې تړون له مخې له افغانستان څخه ونه وځي ، دغه ډله به په بهرنیو ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي