برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هوایي برید تر یوولسو زیات ملکیان ووژل

آریانانیوز: دځایی سرجینوپه رپوټ د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو الوتکو د ملکي وګړو په موټرونو باندې هوايي برید کړی، چې له امله یې تر یوولسو زیات ولسي وګړي وژل شوي.
له سیمې څخه په خپره شویو راپورونو کې راغلي، چې مرګ ژوبله نن ماځیګر شاوخوا څلوربجې د سرخرود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د ملکي وګړو په سراچه او ډاټسن ډوله موټرونو باندې د هوایي برید له امله رامنځته شوې..د سرچینو په خبره، په پېښه کې موټرونه ویجاړ شوي او تر یوولسو زیات ولسي وګړي پکې وژل شوي.
یاده دې وي، چې حکومت داسې مهال ملکي وګړي هدف ګرځوي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات روان دي او دبهرنیانو تر څنګ حکومت هم په پرلپسې ډول له طالبانو د اوربند او یا د تشدد د کموالي هیله لري.
د شنونکو په باور، په داسې حال کې، چې د سولې خبرې روانې دي او ملت سولې ته په تمه دی، د ملکي وګړو هدف ګرځول له سولې سره د ښکاره دښمني په مانا دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي