برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هوايي برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

آریانانیوز: د لوګر په ازره کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۵ پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.



د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي تېره شپه طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستونه بریدونه پيل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ.
هغه وايي بهرنیانو د هوا له لارې مرستې ته را ودانګل، خو په بمبار کې يې د پولیسو پوستې په نښه کړې، چې شاوخوا پنځلس پولیس او پنځه ملکي وګړي يې ووژل.
ځايي اوسېدونکي وايي چې طالبانو ګڼې پوستې نیولې او جګړه لا هم روانه ده.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د دې ولسوالۍ په صنم خېلو او کټوال سیمه کې د اربکیانو د ټولو پوستو د سقوط خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي په دغه سیمه کې ټولې پوستې له منځه وړې او د اربکیانو له ډلې يې ۱۹ تنه وژل شوي او ۶ نور طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورغلي.
د لوګر امنیه قومنداني د جګړې پخلی کړی او دعوه کوي چې دېرش طالب سرتېري يې وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي