برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

هند او چین له افغانستان څخه د ډبرو سکرو پېرلو ته چمتووالی اعلان کړ

آریانانیوز: طالبان د افغانستان د ډبرو سکرو د خرڅلاو لپاره د نویو بازارونو په لټه کې دي او هند او چین د افغانستان د ډبرو سکرو اخیستلو ته چمتووالی اعلان کړی دی.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې د هند او چین جلا جلا پلاوي د ډبرو سکرو د پېرلو په اړه څو ځلې له دوی سره خبرې کړې او د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وياند عصمت الله برهان وايي، چينايي پلاوي غواړي په اسانه او کم خطره لارو لکه د بدخشان له لارې صادرات وکړي، خو په دې لاره کې مناسب سړک نشته.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي په وینا، د ډبرو سکرو کانونو سلګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

له بلې خوا د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ډبرو سکرو د کیفیت او د نړۍ په بازارونو کې د اعتبار د رامنځته کولو په موخه یو لابراتوار فعال کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښيي چې د ډبرو سکرو د تعرفې له لوړېدو وروسته پاکستان ته د صادراتو کچه راټیټه شوې او دا مهال د هېواد د ډبرو سکاره پنځه زره ټنه پاکستان ته صادرېږي.
تر دې مخکې له افغانستان څخه پاکستان ته لس زره ټنه سکاره صادرېدل.

شریک یي کړئ!