برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نیویارک ټایمز: طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ پخواني دولتي عسکر او کارکوونکي وژلي او یا یې تښتولي دي

آریانانیوز: نیویارک ټایمز راپور ورکړی طالبانو د بخښنې د ژمنې خلاف، د پخوانیو دولتي کارمندانو او د امنیتي ځواکونو د غړو په پراخه کچه انتقامي وژنې ترسره کړي دي.


په رپوټ کې ویل شوي، طالبانو د واک له اخیستو راهیسې په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ دولتي کارکوونکي او د امنیتي ځواکونو پخواني غړي وژلي یا تښتولي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د طالبانو له خوا د وژل شویو او لادرکه شویو افغانانو ټولې ۴۹۰ قضیې یې په جلا جلا توګه څیړلي دي او د دې څیړنیز رپوټ په چمتو کولو کې، د تایید بیلابیل میتودونه کارول شوي، په شمول د بصري تحقیقاتو ترسره کول، عدلي طب، تاييد شوي محلي راپورونه ، د بشري حقونو سازمانونو سره همکاري، او د قربانیانو د کورنیو له غړو او له هغو کسانو سره د خبرو پر بنسټ چې د غچ اخیستنې له دغو پېښو ژوندي پاتې دي.

په رپوټ کې راغلي چې طالبانو د افغانستان له نيولو وروسته پخواني پوځيان شکنجه کړي او بيا يې په ډزو وژلي او يا يې سرونه پرې کړي دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکوي چې که څه هم په لومړي سر کې دا ډول وژنې رد شوې وې، خو اوس طالب چارواکو ځینې پېښې تایید کړې، خو د سرکشو عناصرو او قوماندانانو ته یې منسوبوي.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!