برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ناڅرګندي چاودنې ۱۶ اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولي

د کونړ ولایتي چارواکي وایی، تېر ماخستن شاوخوا ۸ بجې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو په یوه مرکز کې د ننه ناڅرګنده چاودنه رامنځ ته شوي چې له امله یې ۱۱ تنه اربکیان وژل شوي او ۵ نور زخمیان دي.



د کونړ د والي ویاند غني‌ مصمم یاده پېښه تأییدوي، خو وایی چې‌ د چاودنې د نوعیت په اړه دا مهال څه نشي ویلای.
د نوموړي په وینا په پېښه کې تر اوسه د لسو محلي پولیسو جسدونه له ودانۍ څخه را ایستل شوي او ۴ نور ټپیان دي، په وینا یې د نورو د ژغورلو او را ایستلو هڅي رواني دي.
بل خوا د کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان بیا دا د یو سرتیري بریدگر کار ګڼي، نوموړی وایی، د سیمه اییزو پولیسو قرارگاه ته یو پلی بریدګر ننوتلی او په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړې، چې لږ تر لږه ۱۱ پولیس یې وژلي او ۴ نور ټپیان دي.
د څوکۍ ولسوال هم ویلي، چې چاودنه ماخستن د ډوډۍ پرمهال رامنځ ته شوي، خو په وینا یې د پېښې د څرنګوالي په موخه یې څېړنې پیل کړې دي.
که څه هم د یادي پيښې مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې پر دولتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو بریدونو خورا زور اخیستی، چې په ترڅ کې یې دولتي ځواکونو ته د زیاتو تلفاتو اړولو خبرونه ورکول کیږي.
وړمه ورځ د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ کې هم د طالبانو په برید کې یوه لویه قرارګاه او 13 پوستي سقوط شوي او څه باندي 90 تنه سربازان طالبانو ته له وسلو سره تسلیم شوي او یو شمېر نور یې وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي