برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ملګرو ملتونو د سلګونو زرو افغان ماشومانو د مړینې خبرداری ورکوي

آریانانیوز: د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ او لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.


د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هریس وايي، د روان کال تر پایه 3.2 میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او د 1 ملیون ماشومانو لپاره د لوږې د مرګ خبرداری خپل اوج ته رسیدلی.

هرېس له کابل څخه د ټیلیفون له لارې له خبریالانو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې نړۍ بايد د افغانانو پر وړاندې شا نه اړوي او بايد له افغانانو سره مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې بندې شوې دي. په سلګونو زره افغان کورنۍ له کافي خوړو پرته ژوند کوي او په هیواد کې د لوږې له امله د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي