برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ترکيې تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال اخراج کړل

د ترکیې حکومت اعلان کړی چې ۸۲۶ افغان کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد یې نه درلودل له هېواده شړلي دي.


دغه پناه غوښتونکي له نيول کېدو وروسته هوايي ډګر ته يوړل شول او د څلورو الوتنو په واسطه بېرته افغانستان ته راستانه شول.

ترکیې ویلي چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ته به دوام ورکړي.

تر دې مخکې ترکیې سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي وو.

د پاکستان له خوا له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته ترکیې هم دغه بهیر چټک کړی دی، په نامناسب چلند او د نړیوالو قوانینو خلاف چې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي