برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مسجدونه د چا د لاسه ورانیږي

چه څه نه وایم د زړه له درده به وایم؛ مخکې به امریکایانو لوی لوی کلي بمبار کړل لسګونه خلک به یې شهیدان کړل یو یا دوه به په کې مخالفین وو نور به ټول ولسي وګړي وو، خو د امریکا تبلیغاتي ماشینانو او ربوټانو به ویل چې ښه وشول امریکایان نه دي ملامت ځکه هغوی خو کافر دي نو دا ولس ملامت دی ولی یې وسله والو ته ځای ورکاوه او وسله وال ملامت دي ولې یې د ولسي خلکو کليو او کورونو کې پناه اخیسته!! هغه وخت به دغو ربوټانو دا فکر نه کاوه چې د دنیا د هغه سر نه کافران راغلي تاسو ربوټانو ورسره ملاتړلی او تاسو ورسره یاست راځۍ بیچاره افغان په خپل کور او کلي کې پرې وژنۍ دا حق بیا تاسو ته چا درکړی و؟ او تاسو ولې د کافرانو په ملاتړ کولو ملامت نه شوئ؟ که مخالف وسله وال کوم کلي کې پناه اخیستې خو د همدې ولس بچی به و نو تاسو ته دې خیر شي او ستاسو کافر بادار ته دا اجازه چا ورکړه چې راځي زما د کلي ولس خلک د پنجابي تروریست او ترهګر په نوم را وژني؟؟ هغه حالت لا اوس هم دی او لا هم د امریکایانو بمبارونه شروع دي په مارچ میاشت کې یې نږدې ۳۰۰۰ بمونه په افغانانو غورزولي دي دا ولې؟ د دې سوالونو ځواب لا پاتې دی.
اوس شروع په مسجدونو وشوه په هره اونۍ کې یومسجد الوزول کیږي؛ ښه حکومتي تبلیغاتي ماشینانو! که مخالفین مسجد په نښه کوي هغه خو هسې هم ستاسو په خوله پنجابی او ترهګر شو، تاسو به په کور او کلي کې نه پریښوده حتی ماشومان او خپل د کورنۍ غړي به مو ور وژل نن هغه هم تاسو په هر ځای کې په نښه کوي لکه تاسو به چې پرون مسجدونه بمبارول او پلمه به مو دا وه چې مخالفین په کې پټ وو، اوس به مخالفین هم مسجدونه په نښه کوي ځکه چې تاسو په کې د انتخاباتو مرکزونه جوړ کړي تاسو ته دا اجازه کوم انسانیت کوم قانون او کوم مفتي درکړه چې راځئ له مسجدونو د انتخاباتو مرکزونه جوړوئ؟؟ د مسجدونو څخه دغه سوء استفاده دا په کومو اصولو روا ده؟؟ آیا دا عام المنفعه ځایونه نه دي؟ آیا د نړیوالو نظامي قوانینو په یوه ماده کې دا نه دي راغلي چې ښکېلې خواوې به نه له عام المنفعه ځایونو په خپله ګټه کار اخلي او نه به یې په نښه کوي، تاسو دا دواړه اصول تر پښو لاندې نه کړل؟ اول مو کلي، کلینکونه او مسجدونه بمبار کړل او اوس مو همدغه دریواړه ځایونه نظامي کړل د انتخاباتو پروژه مو راوړه د دې پر ځای چې خپل مرکزونه ورته جوړ کړئ برعکس مو مسجدونه او کلینکونه ورته مرکزونه کړل او په لوی لاس مو دغه ځایونه د جګړو په ډګر بدل کړل، لږ فکر وکړئ دا تاسو اخر د دې ولس په حق کې کوم ظلم او وحشت ترسره نه کړ؟؟
که مخالفین (هغه که هر څوک وي) مسجدونه او کلینکونه په نښه کوي، هغوی یو ځل ملامت دي چې دا کار کوي، خو د کابل اداره او بهرني باداران یې چې له مساجدو د انتخاباتو مرکزونه جوړوي، دوی لس وارې ملامت دي، په داسې حال کې چې نړیوالې ادارې دا ټول وحشتونه او ظلمونه ګوري، ولې بیا هم پرې غلي دي حال دا چې په جنایاتو او جنایاتو ته په زمینه سازۍ خاموشي په خپله جرم دی.
دا معلومات اوس په دقیق ډول نه کیږي، خو تېر وخت په کتو دا معلومیږي چې د مساجدو او مکاتبو دښمنان په خپله د کابل ادارې او بهرنیو یرغلګرو اړوند ګروپونه دي او دا حقیقت هم جوت دی چې که مساجد هر څوک په نښه کوي، خو دا زمینه ورته د کابل ادارې برابره کړې ده او مسؤلیت یې د همدوئ تر غاړې دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي