برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسلمانانو لپاره ګرځنده مسجد

آریانانیوز: جاپاني پوهانو د مسلمانانو لپاره د ګرځنده مسجد جوړ کړی، دغه مسجد په یوه ستر موټر کې جوړ شوی چې د خلکو په غوښتنه به د یو ځای نه بل ځای ته په اسانۍ انتقالیږي.



د جاپان هېواد حکومت د مذهبي چارو او کلتور وزیر پریکړه کړې چې د اولمپکس سیالیو په جریان کې (په ۲۰۲۰م کې جاپان کې ترسره کیږي) به د مسلمانانو لپاره د لوبغالي په یوه برخه کې ګرځنده مسجد موجود وي، چې دوی په کې خپل عبادت په اسانۍ سره ترسره کولای شي.
دوی زیاتوي چې جاپان کې له ۷ ملیونو څخه زیات مسلمانان ژوند کوي او شونې ده د نړۍ د نورو برخو نه دغې سیالیو ته بې شمېره مسلمانان راشي، ددوی د عبادت د اسانتیا لپاره ګرځنده مسجدونه جوړ شوي دي.
دغه ګرځنده مسجدونه به د جاپان په ټویټا ښار سربېره هر هغه ښار کې موجود وي چیرته چې د اولمپک سیالۍ ترسره کیږي.
دغه مسجدونه چې په یو ستر موټر کې جوړ شوي، شاوخوا ۴۸ میټره کوټه لري، په یو وخت د ۵۰ مونځ کونکو وړتیا لري او د امام لپاره ځانګړی د اوداسه ځای هم جوړ شوی، د عامو خلکو د اودس لپاره هم ځانګړی ځای جوړ شوی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې په اندونیزیا ښار کې د یوه مذهبي تنظیم لخوا د محلي او سیاحتي مسلمانانو د اسانتیا لپاره ګرځنده مسجدونه جوړ شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي