برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت په لوګر کې دوه مسجدونه په بمونو والوزول

افغان حکومت د لوګر ولایت په مرکز کې دوه بابه مسجدونه په بمونو الوزولي او په بشپړ ډول ویجاړ کړی دي.


پیښه تېره شپه د ناکام کلا او ښادي خان کلا په سیمو کې رامینځته شوې.
د سیمې د اوسیدونکو په وینا، کله چې تراویح ختمې شوې، د صفر یک قطعي افغان عسکر راغلل، مساجدو ته یې بمونو کیښودل او د قرآن شریف د مصاحفو په ګډون یې په مساجدو کې هر څه د اور لوخړه کړل.
د چاودنو له امله د مسجدونو په ګاونډ کې پراته کورونه هم زیانمن شوي دي. ځايي خلک وايي چې په مسجدونو کې طالبانو شتون نه درلود.
طالبانو هم نوموړې پیښه او د هغې عاملین په کلکه غندلي او هغه یې یو «جنایت» بللی.
تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت نوموړي مسجدونه د کوم غرض لپاره نړولي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې حکومتي عسکرو د «خپلو بادارانو په لارښونه» دغه عمل ترسره کړی.
ښاغلي مجاهد د مسجدونو ویجاړول «له دیني اساساتو سره د دښمنۍ» لړۍ بللې.
ځايي خلک وايي چې حکومتي عسکرو د مسجدونو په الوزولو سربېره څلور تنه افغانان هم وژلي او یو بل ټپي کړی دی.
تر اوسه حکومت دا سپیناوی نه دی کړی چې ولې يې یاد مسجدونه د باروتو لوخړه ګرځولي، او نه هم د حکومت کوم دیني نهاد په دې اړه غبرګون ښودلی.

شریک یي کړئ!