برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکوټی په ښارد مسجد په ننه چاودنه

آریانانیوز: زدراپورپه اساس د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز «کوټه» ښار کې د یوه مسجد دننه چاودنې لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، چاودنه نن ورځ د ماښام د لمانځه په مهال د کوټې ښار په اسحاق اباد» نومي سیمه کې شوې، چې په پایله کې یې د ځايي پولیسو د یوه مشر «امان الله» په ګډون۱۵ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي
د بلوچستان پولیس وايي، سیمې ته یې ژغورونکې ډلې لېږلي او د پېښې له ځایه یې ټپيان روغتونونو ته رسولي
له پېښې سره سم د کوټې ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ډاکټرانو په ګډون ټول پرسونل روغتونونو ته غوښتل شوی
د سرچینو د راپورونو له مخې، امان الله د ځايي پولیسو یو قوماندان وو، چې میاشت وړاندې یې زوی حاجي نجیب الله» هم د نامالومو کسانو له لوري ترور شوی وو .تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي