برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لاريون کوونکو د ملکي وګړو د وژل کېدو غبرګون کې د تورخم لار تړلې ده

آریانانیوز: د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ لسګونو خلکو د امنيتي ځواکونو د ملکي وګړو د وژلو په غبرګون کې د تورخم – جلال اباد لاره تړلې ده.



د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ملي امنيت د ٠٢ قطعې له خوا د شپې عمليات شوي چې په ترڅ کې يې تر ١٥ زيات ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملیاتو د ماشومانو په ګډون ١٤ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي عمليات او د خلکو لاريون تاييد کړل، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
لاريون کوونکو چې لسګونه کسان دي، د تورخم پر لاره یې غټ کاڼي اچولي، ټايرونو ته يې اور اچولى او لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي